د لوګر پوهنتون د داخلي سړکونو د جوړولو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۱۵
لوګر

۱۴۴۷/۱۲/۰۷

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم، د لوګر پوهنتون د داخلي سړکونو د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د یادې پروژې ودانیزې چارې تر دې مهاله شاوخوا ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي او کارونه د منظور شوې نقشې او تخنیکي معیارونو مطابق پرمخ روان دي.

په یاده پروژه کې د داخلي سړکونو ترڅنګ پلې لارې، ګلدانونه او د اوبو رسولو منظم سیستم هم شامل دي، چې موخه یې د پوهنتون چاپېریال معیاري کول او محصلینو ته د مناسبې زیربنا برابرول دي.

د پروژې مالي لګښت د لوړو زده کړو وزارت له ځانګړې بودیجې څخه ورکول کېږي او د چارو تخنیکي نظارت به تر بشپړېدو پورې دوام ولري، څو ټول کارونه د انجینري اصولو او ټاکل شوو معیارونو مطابق ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د کونړ زلزله‌ځپلو لپاره د هغه ښارګوټي چې ټاکل شوې په زر (۱۰۰۰) جریبه ځمکه کې جوړ شي؛ د سروې او خط اچولو چارې یې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۷

د کونړ ولایت د زلزله‌ځپلو کورنیو لپاره د ځانګړي استوګنیز ښارګوټي د تطبیق، سروې او خط‌اچولو چارې په بشپړ ډول پای ته ورسېدې.

دغه ښارګوټی د ننګرهار ولایت د ګمبیري په سیمه کې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د لوګر پوهنتون د داخلي سړکونو د جوړولو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۰۷

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم، د لوګر پوهنتون د داخلي سړکونو د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د یادې پروژې ودانیزې چارې تر دې مهاله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۵۸
Background image

راستنو شویو کډوالو ته د استوګنې نوې هیله؛ څه باندې ۲۰۰۰ کورنیو ته د ځمکو نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۷

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د راستنو شویو مهاجرو کورنیو لپاره د دایمي مېشتېدنې بهیر په دوام، د پنجشنبې او شنبې ورځو په جریان کې زرګونو کورنیو ته د هستوګنیزو ځمکو نمرې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت