د لوګر ولایت مرکز کې د کارته مامورینو د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې
۱۴۴۸/۳/۱۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د لوګر ولایت د مرکز اړوند د کارته مامورینو سیمې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې.
د یادې سروې موخه د سیمې د ځمکې د مساحت معلومول او د ترلاسه شوو تخنیکي معلوماتو پر بنسټ د اړوندې سیمې لپاره د پلان ترتیبول دي.
د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اړتیا وړ توپوګرافي سروې ګانو د ترسره کولو او د پراختیایي چارو لپاره د کره تخنیکي معلوماتو د برابرولو په برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
