د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک لپاره د ځمکې سکیچ او کروکي چمتو شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۴:۱۶
فراه ولایت

۱۴۴۷/۰۷/۱۳

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د لارښوونې پر اساس، د بکواه ولسوالۍ د شاګي کلي په مربوطاتو کې د یوه روغتیایي کلینیک د اعمار په موخه د ځانګړې شوې ساحې سکیچ او کروکي ترتیب شو.

د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي پلاوي د پلان له مخې یادې سیمې ته سفر وکړ او هغه ځمکه یې له نږدې وکتله چې د سیمې د مشرانو له لوري د روغتیایي کلینیک د جوړېدو لپاره په وقفي ډول ځانګړې شوې ده. د ساحې د حدودو، موقعیت او فزیکي ځانګړتیاوو تر تثبیت وروسته، د کلینیک لپاره دقیق سکیچ او کروکي چمتو او اسناد یې بشپړ شول.

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست هڅه کوي چې د دولتي بنسټونو او ولسي همکاریو له لارې په لرې پرتو سیمو کې بنسټیزې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت