د غور ولايت په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې د يو ښوونځي د جوړېدو چارې ۱۰ سلنه پرمخ تللي
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غور ولايت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ د دهن سرخک قريې ۱۰ صنفي ښوونځي د جوړېدو چارې ۱۰ سلنه پرمخ بيولي او د راتلونکي کال تر نيمايي پورې به يې بشپړې کړي.
دا ښوونځی په ۶۵۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي بوديجې څخه په ۲۶ ميليون ۱۰۰ زره افغانۍ رغول کيږي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت هڅه کوي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ښوونځيو لپاره د ودانيو په جوړولو سره ښوونيز بهير ته لار پراختيا ورکړي او زدهکوونکو ته مناسب ښوونيز چاپيريال برابر کړي.