په نوي کابل ښار کې د ابادۍ او پرمختګ په پار بل مهم ګام هم پورته شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۴۱
کابل جدید

۱۴۴۷/۹/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، په نوي کابل ښار کې د پراختیا ورکوونکو شرکتونو له مسؤلینو سره تر لیده کاته وروسته، په دغه ښار کې ورځ بلې ته د پرمختګ او ابادۍ چارې پیلېږي او زیاتېږي.

وروسته له هغې چې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د کابل – بګرام عمومي سړک د جوړولو چارې رسماً پیل شوې، یو شمېر پراختیا ورکوونکو شرکتونو هم د خپل مسؤلیت له مخې چارې پیل کړې.

تازه؛ د نوي کابل ښار لومړي فاز په (۲.۸) پارسل کې د (بابا قشقار) په نوم سړک د جوړولو چارې د خاور ساختماني شرکت له لوري پیل شوې.

دغه سړک چې پلنوالی یې اتلس (۱۸) متره دی او د اوس لپاره د خاور ساختماني شرکت له لوري د څه باندې دوه کیلو مټره په اوږدوالي په اساسي شکل جوړېږي.

دمګړۍ د دغه مهم سړک چارې په لومړنیو پړاونو کې دي او کار پرې په چټکتیا سره روان دی.

نوی کابل ښار د پراختیا له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي، چې موخه یې د منظم او عصري ښار رامنځته کول، د نفوسو د ګڼې ګوڼې ستونزې حل کول او خلکو ته د ښه ژوند چاپېریال برابرول دي.

د همدې سترې پروژې په چوکاټ کې د سړکونو، استوګنیزو بلاکونو، عامه تاسیساتو او نورو زیربناوو جوړول په تدریجي ډول مخته وړل کېږي.

د بابا قشقار سړک د لومړي فاز په مهمو سړکونو کې شمېرل کېږي، ځکه چې دا به د سیمې د پارسلونو ترمنځ د تګ راتګ اساسي لاره وي او راتلونکو استوګنیزو او خدماتي پروژو ته به د لاسرسي زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د نوي کابل ښار د ابادۍ او پراختیا چارې په چټکۍ روانې او ځای ځای په پنځو برخو کې پرمختګ تر سترګو کېږي

۱۴۴۸/۱/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت تر چتر لاندې د نوي کابل ښار د پراختیا پروژې په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ سره د ابادۍ او پراختیا چارې روانې دي، چې موخه یې د عصري ښاري زیربناوو رامنځته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۱۹
Background image

له ژمنې تر عمله؛ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک او پراخ شوی، ترڅو په خپل ټاټوبي کې باعزته دایمي ژوند پیل کړي

۱۴۴۸/۱/۶

ډېری راستنېدونکې کورنۍ له کلونو مهاجرت وروسته د اوسېدو لپاره په کور دننه مناسب ځای نه لري. دوی ته د استوګنیزو نمرو ورکول د دایمي کور جوړولو زمینه برابروي.

تازه؛ په پنځو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۵۸
Background image

د لوګر ولایت د یو شمېر سړکونو د جوړولو له چارو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۶

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري او نظارتي ټیم له لوري د لوګر، میدان وردګ ولایتونو د نښلوونکي سړک د دوهمې برخې او همدارنګه د لوګر ولایت په پایخېلو سیمه کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت