د غوره ښاري خدماتو وړاندې کولو او د رغنیزو چارو پیلولو په موخه ګډه ناسته وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۱۲:۱۰
pic

۱۴۴۵/۱/۰۲

د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کور او ښار جوړولو په وزارت کې ګډه ناسته وشوه، چې په کې د کورونوپر جوړولو، ښاریانو ته د ګټورو خدماتو په وړاندې کولو، د ملکیتونو په تثبیت، د ښاري پلانونو تطبیق، د کابل ښار لپاره د غوره خدماتوپه وړاندې کولو، د یو شمېر ادارتو ترمنځ په لا زیاتې همغږۍ او د کابل ماسټر پلان پر تطبیق نظرونه شریک او وړاندیزونه ترسره شول.

په دغه ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، محترم لوی څارنوال عبدالحکیم شریعتي، د اطلاعات او فرهنګ وزارت محترم سرپرست وزیر ملا خیرالله خیر خواه، د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، رغنیزو چارو او د زونونو د پراختیا د معینیت محترم سرپرست مولوي روح الله احمدي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم مرستیال، او د کابل ښاروالۍ محترمو مرستیالانو او نورو مسؤلینو ګډون وکړ.

د ریاسة الوزار محترم اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، دغه ناسته د کور او ښار جوړولو وزارت، د کرنې وزارت د ځمکو برخې او د کابل ښاروالۍ د چارو پر وړاندې د ستونزو او ننګونو د په نښه کولو په موخه جوړه شوه، چې په ګډه به ورته حل لارې پیدا او اقدامات وشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، د اداراتو په قانون کې د هرې ادارې دنده او مسؤلیت مشخص شوی چې پلان جوړونه او له ځمکو د سمې ګټې اخیستنې دنده د کور او ښار جوړولو وزارت کار دی او د کور او ښار جوړولو وزارت د پلانونو د تطبیق چارې په ټوله کې د ښاروالیو دنده ده، چې وزارت به د خپلو پلانونو له سم تطبیق څارنه هم کوي او دغه راز د ځمکو مدیریت د کرنې وزارت پورې اړوند ده.

د ناستې په دوام، د اړوندو ادارو په ګډو او جلا کاري سیمو خبرې وشوې او د هرې ادارې استازو د خپلو چارو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو او د حل په موخه یې نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ د ناحیو او نږدې ولسوالیو په اړه هم خبرې وشوې چې ځینې نږدې ولسوالۍ د کابل ښار په ماسټر پلان کې شاملې شوي دي.

د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کور او ښار جوړولو وزارت، د کرنې وزارت او د کابل ښاروالۍ له استازو یوه ګډه کمېټه جوړه کړه، چې مشري به یې د کور او ښار جوړولو وزارت کوي، ترڅو په ګډه د یوې ټولګټې پروژې یا ښارګوټي طرحه جوړه او عملي کړي، چې د خلکو د بې سرپناهۍ ستونزه تر یو بریده ختمه شي او د کار کولو زمینه برابره شي.

په ناسته کې ټولو هغه کسانو ته د رغنیزو چارو د اجازې ورکولو خبره وشوه، چې د ځمکې املاکي او تصفیوي اسناد ولري او د پلان مطابق غواړي چارې ترسره کړي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت