د غزني ولايت د قره‌باغ ولسوالۍ اداري ودانۍ ورغول شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۸ - ۱۰:۵۱
غزني

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم برنامې له لارې د غزني ولايت د قره‌باغ ولسوالۍ اداري ودانۍ د جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستلو ته يې وسپارله.

دا ودانۍ په ۴۹۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له‌خوا د دولت له انکشافي بوديجې څخه په ۲۰ ميليونه افغانيو ورغول شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم برنامې له پيل راهېسې تر اوسه د هېواد په ګڼو ولايتونو کې ۱۲۹ بېلابېلې دولتي اداري ودانۍ رغولي او په دې سره يې د دولتي ادارو د ظرفيت په لوړولو کې اغېزناکه ونډه اخېستې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۳:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د لوړې مسجد د پاتې ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۳

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د سیداباد ولسوالۍ اړوند د لوړې مسجد د پاتې ودانیزو چارو د پرمختګ په موخه څارنه او نظارت ترسره کړ.

د څارنې پر مهال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۵۹
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د شنې ساحې د غیرقانوني جوړولو چارې ودرول شوې

۱۴۴۸/۴/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار د پنځمې ناحیې د سپین‌ کلي څلورلارې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۴۹
Background image

د کابل په مرکز کې د حاجیانو لپاره د نوي مجتمع توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په مرکز کې د ارشاد، حج او اوقاف وزارت اړوند د حاجیانو د نوي مجتمع د ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه کړه.. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت