د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د نوي کابل ښار ماسټر پلان او د ریاسة الوزرا محترم مقام له لوري ساختاري پلان منظور شو چې د دغه ښار د ابادۍ او پرمختګ لپاره تر ټولو با ارزښته عمل دی

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۳۵
ماستر پلان کابل جدید

۱۴۴۷/۸/۳

په نوي کابل ښار کې پراختیا ورکوونکو شرکتونو او عامو افغانانو لپاره یو ښه زیری همدا دی چې د دغه ښار اړوند ماسټر او ساختاري پلانونه منظور شوي، چې تر چتر لاندې یې بېلا بېل تفصیلي پلانونه د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري لاسلیک او منظورېږي.

د نوي کابل ښار ماسټر پلان شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) له لوري منظور شو.

له هغې وروسته، د یاد ماسټر پلان د تطبیق په موخه، ساختاري پلان د ریاسة‌الوزرا محترم مقام له لوري تایید شو، چې په کې د کابل–بګرام ستراتیژیک سړک د پراخوالي او معیاري کېدو موضوع په واضح ډول په پام کې نیول شوې ده.

د منظور شوي ساختاري پلان له مخې، د کابل–بګرام سړک ټولیز پلنوالی (۱۵۰) متره ټاکل شوی، چې له دې جملې څخه (۱۰۰) متره یې د سړک لپاره ځانګړې شوې او پاتې ۵۰ متره د شنو ساحو یا زرغونو کمربندونو لپاره د سړک دواړو غاړو ته ځانګړي شوي دي.

دا طرحه د ښاري ښکلا، چاپېریالي توازن او د ترافیکي ستونزو د دوامدار حل په موخه جوړه شوې ده.

همدارنګه، د یادو پالیسیو او ستراتیژیو په تعقیب، د نوي کابل ښار اړوند تفصیلي پلانونه د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري په رسمي ډول منظورېږي.

دا پرمختګونه د نوي کابل ښار د منظمې پراختیا، ترانسپورتي اسانتیاوو، او د ښاریانو د ژوند د کیفیت د لوړولو په لور مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۵۹
Background image

د حج او اوقافو وزارت د اداري مجتمع د پلان د نهايي کېدو په اړه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۸/۳/۶

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین، محترم الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب، او ورسره مل پلاوي، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو له معین، محترم شیخ مدارعلي کریمي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۱۶
Background image

د کابل–بګرام سړک پروژې د چارو د چټکتیا په موخه ساحوي ناسته وشوه

۱۴۴۸/۳/۶

د کابل–بګرام سړک پروژې د چارو د چټکتیا او د پاتې خنډونو د هواري په موخه، د پروژې په ساحه کې د برېښنا شرکت له تخنیکي ټیم سره ګډه ساحوي ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۴۱
Background image

په شینډنډ کې د دوو کانالونو د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۶

د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د معارف سړک شمالي کانال او د ښاروالۍ ریاست د ودانۍ جنوبي کانال د جوړولو د چارو د کیفیت او تخنیکي معیارونو د ارزونې په موخه څارنه ترسره شوه.

د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت