د شبرغان ښاروالۍ د غالیو اوبدونکو مارکېټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۸
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د تخنیکي ټیم له لوري، د شبرغان ښاروالۍ اړوند د غالیو اوبدونکو مارکېټ د ودانیزو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.
یاده پروژه چې د صرافانو مارکېټ شاته موقعیت لري او د قراردادي شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي، د څارنې پر مهال د دوهم پوړ د چت د کانکریټ اچونې چارې روانې وې.
د څارنې په جریان کې د کار د کیفیت د لا ښه والي په موخه د قراردادي شرکت انجنیر ته لازمې تخنیکي لارښوونې او سپارښتنې وشوې، څو د کانکریټ اچونې چارې د معیاري اصولو سره سم ترسره شي.
د تخنیکي ارزونې له مخې، د پروژې عمومي پرمختګ تر دې مهاله شاوخوا ۷۰ سلنه بشپړ شوی دی.
