د شبرغان-دشت الوان وارداتي برېښنا پايو لپاره له ۶۰ فيصده د زياتو محلونو د مالکيت حق تثبيت وشو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۷ - ۹:۸
شبرغان – دشت الوان

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ټول‌ګټو پروژو چارو د انسجام ریاست رپوټ له مخې، د ترکمنستان د ۵۰۰ کيلو ولټه وارداتي برېښنا پروژې په تطبيق کې د اسانتياو رامنځته کولو په موخه د شبرغان-دشت الوان په مسير کې د پايو د نصب لپاره د محلونو د مالکيت حق د تثبيت چارې ۶۵ سلنه بشپړې شوې.

د شمال څلورو ولايتونو په مسير کې له ۷۷۵ عمومي شمېرو له ډلې، د ۴۴۰ پايو د نصب محلونو چې ۱۲۰ د شبرغان په مربوطاتو کې، ۱۲۳ په بلخ، ۱۷۴ په سمنګان او ۲۳ نور په بغلان کې دي، د مالکيت حق د تثبيت او ارزښت ټاکنې چارې بشپړې شوي دي.

همدارنګه د ۴۴۰ پايو د نصب محلونو له ډلې ۲۴۱ يې دولتي او ۱۹۹ يې د شخصي خلکو ملکيتونه تثبيت شوي دي.

د اسيایي انکشاف بانک د ۶۰ ميليونو ډالرو په مرسته د ۱۰۰۰ ميګاواټه په ظرفيت د ترکمنستان ۵۰۰ کيلو ولټه وارداتي برېښنا د جوزجان، بلخ او سمنګان له مسير څخه د بغلان ولايت تر دشت الوان پورې لېږدول شوې او په دې مسير کې د کابل، لوګر، ننګرهار، کونړ، غزني، ميدان وردګ او کندهار ولايتونه به هم له برېښنا څخه برخمن شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۳۴
Background image

د نوي کابل ښار د پراختیا په موخه د عربي پانګوال شرکت سره خبرې وشوې

۲۸/۱۲/۱۴۴۶

د کور او ښار جوړولو وزارت متخصصینو او د اړوندو ریاستونو استازو د نوي کابل ښار د بیارغونې او پراختیا په موخه د تمکین په نوم د یو عربي پانګوال شرکت له مشر صالح الدریبي او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۲۰
Background image

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د درې مسجدونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۸

د پکتیکا لایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ښرنې ښار په درې نوو جوړېدونکو مسجدونو (د دویمې حوزې جومات،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۳۰
Background image

فاریاب کې د  سوداګریز مارکیټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۸

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقاروایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د میمنې ښار د ښاروالۍ د پنځمې ناحیې اړوند د پنځه‌ پوړیزه. . .

BACK TO NEWS