د شاه او عروس بند د استملاک رپوټ د پایلې په اړه د کابل په ولایت کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه

Nasiri_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۱۰:۲
کابل

دا غونډه د کابل والي محمد یعقوب حیدري په مشرۍ او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ځمکوچارو معین ښاغلی ګل الرحمن توتاخیل، د اوبو تنظیم ملي ادارې مشر ښاغلی خان محمد تکل او د یو شمېر سکتوري ادارورئیسانو او مسوولینو په ګډون جوړه شوه.

په سر کې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ځمکوچارو معین ښاغلی ګل الرحمن توتاخیل د شاه او عروس بند د استملاک په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د جلالتماب جمهور رئیس د لارښوونې سره سم یاد وزارت د شاه او عروس بند د استملاک چارې په دوو پړاوونو کې په پوره ایمانداری او دقت پای ته رسولي دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ځمکوچارو معینزیاته کړه چې د بند په شاوخوا سیمو کې د جایدادونو استملاک او د متضررینو د جبارن خسارې په تړاو تفصیلي راپور ترتیب شوی چې په راتلونکي کابینه غونډه کې به جلالتماب جمهور رئیس ته وړاندې شي.

وروسته،د اوبو تنظیم ملي ادارې مشر ښاغلی خان محمد تکل، د کمال خان، کجکي او شاه او عروس بندونو د استملاک په اړه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هڅې وستایلې او د چارو په لا چټکتیا او ژر پای باندې ټینګار وکړ.

په همدې ترتیب، د کابل والي ښاغلی محمد یعقوب حیدري د بند شاه او عروس د پروژې په اړه د ښکیلو ادارو د اجرااتو ستاینه وکړه، او د ستراتیژیکو اهدافو او ملی ارزښتونو په پام کې نیولو سره یې د لویو پراختیایی او بنسټیزو پروژو د پلی کولو په برخه کې د حکومتسکتوری ادارو پر زیاتپاماو کار ټینګار وکړ.

د غونډې په پای کې د ښاغلی ګل الرحمن توتاخیل د اوبو تنظیم ملي ادارې د مشرتابه وغوښتل ترڅو د زیربنایي پروژو د چارو د چټکتیا په موخه استملاکي موضوعات دې ژر تر ژره له ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره شریک کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت