د سیدآباد ولسوالۍ د مسجد شریف پروژې څخه څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۹:۱۷
سید اباد

۱۴۴۷/۰۲/۱۱

د میدان وردک ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبالقیوم سیف العمر وايي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د سیدآباد ولسوالۍ د مسجد شریف پروژې څخه څارنه ترسره کړه.

ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د مسجد شریف د منارونو پلسترکاري چارې د نقشې سره سم په منظمه توګه روانې دي او همدارنګه، د احاطوي دېوال د شمال لوري د خښتو او انګاف کارونه په ښه ډول پرمخ روان دي،  چې د مسجد شریف د محراب ګول بیمونو سیخ‌ بندي، قالب‌ کاري او کانکریټ اچونې چارې بشپړې شوې دي.

د نوموړي په خبره، د مسجد شریف د عمومي دروازو د ګول پایو د بیمونو پلسترکاري چارې هم بشپړې شوې دي او د منځنۍ برخې د کاشي کارۍ اړینې چارې روانې دي او همداراز سربېره پر دې، په پروژه کې د کيورنګ چارې هم دوام لري.

د یادولو وړ ده، چې یاده څارنه د دې لپاره ترسره شوې چې د کار کیفیت او د نقشې سره د سمون ډاډ ترلاسه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۳۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د اطلاعاتو اوکلتور ریاست اړوند د مسجد شریف د پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۵

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي پلاوي د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د مسجد شریف د اعمار له روانې پروژې څخه ساحوي نظارت ترسره کړ.

د څارنې پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۹
Background image

د خوست ولایت کې د معتادینو د درملنې مرکز د نوې ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

1447/07/25

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخلفاتو د نظارت او مراقبت د انجینري ټیم له لوري، د عامې روغتیا ریاست اړوند د معتادینو د درملنې د نوي جوړیدونکي تعمیر څخه ساحوي نظارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۳
Background image

د کابل ښار په میوند جاده کې د افغان پوست ودانۍ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونو له مخې، د ساختماني او بنسټیزو پروژو د تطبیق د څارنې ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارې څارنې په لړ کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت