د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د روغتون د ودانۍ د جوړولو له چارو تخنیکي څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۱۰:۲۰
سمنګان

1448/6/8

د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د روغتون د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

یاده څارنه د عامې روغتیا ریاست د وړاندیز او د ولایت مقام د حکم پر بنسټ ترسره شوه، چې پر مهال یې د روغتون د لومړي پوړ د دویمې برخې د کانکریټ اچونې چارې بشپړې شوې وې همدارنګه، د سپټیک څاه ‌ګانو د پوښونو د قالب‌ تړلو چارې د نقشې مطابق پر مخ وړل کېدې.

د څارنې پر مهال د ساختماني چارو د کیفیت د لا ښه ‌والي په موخه د قراردادي شرکت انجنیر ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې.

د تخنیکي ارزونې له مخې، د یادې پروژې د چارو ټولیز پرمختګ شاوخوا ۳۰ سلنه ښودل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیمونه د ساختماني پروژو د کیفیت او د چارو د سم تطبیق د ډاډ ترلاسه کولو په موخه له روانو پروژو څخه په دوامداره توګه څارنه کوي او دغه لړۍ به همداسې دوام ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۱۰:۲۰
Background image

د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د روغتون د ودانۍ د جوړولو له چارو تخنیکي څارنه وشوه

1448/6/8

د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د روغتون د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

یاده څارنه د عامې روغتیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۴:۲۱
Background image

د ارزګان ولایت د پوهنتون د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۶/۷

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د ریاست مقام په لارښوونه، د دغه ولایت د پوهنتون د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د سپټیک څاه د سلب د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۳:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د مرافعې محکمې د انګړ د پلې لارو د کانکریټ اچونې چارې بشپړې شوې

1448/6/7

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مرافعې محکمې د انګړ دننه د پلې لارو د جوړولو او کانکریټ اچونې له چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت