د سرپل د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د یو شمېر ښاري ستونزو په اړه د یوناما د دفتر له رئیس سره خبرې وکړې.

2/16/1444
د سرپل ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست په شمال زون کې د یوناما د دفتر له رئیس سره د سرپل ولایت د نیمه کاره ساختماني او انکشافي پروژو او یو شمېر ښاري ستونزو په اړه په شمال زون کې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې پر دې ټينګار وشو چې د ساختماني او پرمختيايي پروژو درول مالي او اقتصادي زيانونه رامنځته کوي او د هغو د بشپړولو د څرنګوالي په باب يې نظرونه تبادله کړل او د سرپل ولايت په ځينو ښاري ستونزو هم خبرې وشوې.