د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د ابتدایي محکمې د ځمکې سروي ترسره شوه
۱۴۴۷/۸/۷
د زابل ولایت د کور او ښارجوړولو ریاست تخنیکي ټیم د سیوري ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د یادې ولسوالۍ د ابتدایي محکمې د ځمکې سروي ترسره کړه.
د یادې سروي په ترڅ کې د ابتدایي محکمې د ودانۍ کوارډینېټونه، فضایي انځورونه او متراژ ثبت او واخیستل شول، تر څو د راتلونکو تخنیکي او اداري چارو لپاره لازم معلومات برابر شي.
مسؤلین وایي، دا ډول سروې د دولتي ادارو د ودانیو د منظم پلان جوړونې، تخنیکي اسنادو بشپړولو او معیاري پراختیا لپاره مهمې دي.
