د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ ودانیزه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۵
زابل ولایت

۱۴۴۸/۱/۲۲

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ د احاطوي دېوال، څلورو دوه پوړیزو څارنیزو برجونو او شپږو اداري خونو د جوړولو چارې بشپړې او پروژه په رسمي توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې نقشې د دغه ریاست د انجینري تخنیکي ټیم له لوري د نافذه ساختماني او ښاري معیارونو پر بنسټ طرح او ترتیب شوې وې. همدارنګه، د پروژې د تطبیق له پیل څخه تر بشپړېدو پورې یې د کیفیت او تخنیکي معیارونو د رعایت په موخه دوامداره تخنیکي څارنه ترسره شوې ده.

د یادې پروژې په بشپړېدو سره د نوبهار ولسوالۍ د اداري او امنیتي اړتیاوو د پوره کېدو ترڅنګ، د ساتونکو لپاره مناسب او خوندي کاري چاپېریال هم برابر شوی، چې د خدماتو د ښه وړاندې کولو او د دولتي تاسیساتو د اغېزمن مدیریت په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ژمن دی، چې د معیاري ودانیزو پروژو د طرحې، تخنیکي څارنې او کیفیت د تضمین په برخه کې خپلې چارې د نافذه اصولو او تخنیکي معیارونو سره سم پر مخ یوسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت