د خیرو کاریز د تفصیلي پلان پاتې چارې پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۲:۵۰
picture

۱۴۴۵/۱۱/۲۵

ارزګان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله ابو احمد وایي، تخنیکي ټیم یې د خیرو کاریز د تفصیلي پلان په پاتې چارو کار پیل کړ.

ښاغلی مولوي روح الله ابو احمد وایي، د ارزګان ولایت د کور او ښارجوړولو ریاست او د دغه ولایت د ترینکوټ ښاروالۍ ریاست له لوري یې عملاً چارې پیل شوې.

د نوموړي په خبره، د خیرو کاریز تفصیلي پلان چې په تېر کې چارې نږدې (%90) تطبیق شوې وې، او پاتې (%10) لس سلنه چارې یې اوس پیل شوې، چې ورسره به د ترینکوټ ښار سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، او کلتوري بدلونونو او دغه راز د خلکو د هوساینې او د معیاري ښار د جوړېدو لامل وګرځي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د اړتیا سره سم د هرې سیمې، ولسوالۍ، ښار او نورو برخو لپاره تفصیلي پلانونه جوړوي چې د عملي کېدا لپاره یې اړوندو ښاروالیو، خصوصي سکتور او یا هم په ځینو برخو کې په خپله تطبیق او عملي کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۱۹
Background image

په ننګرهار کې نږدې دوه زره کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند خانکي ښارګوټي کې پر راستنو شوو مهاجرو د استوګنیزو نمرو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۱
Background image

په خوست کې د مسجد شریف له ودانیزې پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د انجینري ټیم له لوري د مستوفیت ریاست اړوند د مسجد شریف د ودانیزې پروژې څخه نظارت ترسره شو.

د څارنې پر مهال د بنسټیزو کانکریټي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

په ارزګان کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټيم، د دې ولایت د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه نظارتي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت