د خوست ولایت د شیخ زاهد پوهنتون د استادانو او کارکوونکو لپاره د ښارګوټي د جوړولو تفصیلي پلان منظور شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۳:۹
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د شیخ زاهد پوهنتون د استادانو سره په کتنه کې د خوست ولایت د شیخ زاهد پوهنتون د استادانو او کارکوونکو لپاره د ښارګوټي د جوړولو تفصیلي پلان منظور کړ.

د دې ښارګوټي په تفصیلي پلان کې ټول اړین اسانتیاوې لکه استوګنیزې، تجارتي، شنې، تفریحي او خدماتي سیمې، سړکونه، پلې لارې، مسجدونه، ښوونځي، کلینیکونه، وړکتون، اجتماعي ساحې، کتابتون، بانک او د موټرو تم ځای ځانګړي شوي او په پام کې ده چې یاد ښارګوټي په ۲۰۹ جریبه ځمکه کې جوړ شي.  

د ویلو ده چې په تېرو درې میاشتو کې ۲۵ پراختیايي پلانونه (۸ تفصيلي پلانونه، ۱۰ ستراتیژیک پلانونه، ۲ منطقوي پلانونه او ۵ د بهسازۍ پلانونه) د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د مشرتابه له لوري منظور شوي چې په تطبیق سره به یې څه باندې ۲۰ زره کورنیو ته د استوګنې زمینه برابره شي، ښارونه او ولسوالۍ به په منظمه توګه وده وکړي او غیر رسمي او غیر پلاني سیمې به په ښو استوګنیزو سیمو بدلې شي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د تنظیم او مدیریت او ښاری پراختیا له لاري، د ټولګټو پروژو او د حکومت پراختیايي او اقتصادي پالیسیو او پلانګذاریو د تطبیق لپاره د دولتي ځمکو څخه د سمې او معقوله استفادې چې پایله یې د خلکو هوساینه او اقتصادي وده ده، زمینه برابروي.

###

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د کابل ښار په ځینو ناحیو کې ښاري تخلفات په نښه شول

۱۴۴۷/۳/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ولایت په شپږمه او دیارلسمه ناحیه کې د ښاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۸:۴۳
Background image

په تورخم ښاروالۍ کې د مامورینو د استوګنیز تعمیر او احاطې پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۳/۲۴

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس حافظ مولوي محمد نبي سعیدي وایي، چې د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم د تورخم ښاروالۍ په ډکي ساحه کې د مامورینو د استوګنیز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۴:۴۱
Background image

میدان وردګ ولایت کې د کوچيانو ښارګوټي کې تخلفات په نښه شول

۱۴۴۷/۰۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په میدان وردګو ولایت کې د کوچيانو له ښارګوټي څخه. . .

BACK TO NEWS