د خوست مستوفیت د نوي مسجد له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۱:۵۲
خوست

۱۴۴۷/۰۷/۰۹

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د خوست مستوفیت ریاست د نوي مسجد د ودانیزې پروژې څخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د نظارت پر مهال په ساحه کې د سنګکارۍ پر سر د حلقوي بیم د سیخ بندۍ او قالب بندۍ چارې د تطبیق په حال کې وې. د انجینري ټیم له خوا د ودانیزو کارونو د لا ښه والي او د کیفیت د لوړولو په موخه ساحوي انجینر ته تخنیکي نظریات او مسلکي لارښوونې شریکې شوې.

د یادې پروژې د ودانیزو چارو د دوامداره څارنې مسؤلیت د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د نظارت او مراقبت انجینري ټیم پر غاړه دی، چې تر دې دمه چارې په ښه کیفیت او د منظور شوو تخنیکي معیارونو مطابق روانې دي.

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د عامه تاسیساتو د معیاري تطبیق او د ودانیزو چارو کیفیت د تضمین په موخه د بېلابېلو پروژو دوامداره تخنیکي نظارت ترسره کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۳:۵۹
Background image

له ژمنې تر عمله؛ ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې په درې نورو ولایتونو کې اړمنو راستانه شوو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شي

۱۴۴۷/۷/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني اغېزمن مدیریت او د هڅو په پایله کې؛ راستانه شوو مهاجرو لپاره د سرپناه د وېش لړۍ پراخه شوه او دغه بهیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۳:۴۵
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۰۹

د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې عمومي ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي او د عامه پوهاوي ټیمونو د کور او ښار جوړولو د محترم وزارت د مقام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۱:۵۲
Background image

د خوست مستوفیت د نوي مسجد له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۰۹

د خوست ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د انجینري ټیم له لوري د خوست مستوفیت ریاست د نوي مسجد د ودانیزې پروژې څخه تخنیکي نظارت ترسره شو.

د نظارت پر مهال په ساحه کې د سنګکارۍ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت