د حضوري چمن د ملکیت د انتقال د ارزونې هیئت ناسته وشوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۱۶ - ۱۵:۴۳
sdfg

۱۴۴۳/۰۹/۰۴

دغه ناسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني په مشرۍ او د مالیې محترم وزارت، اطلاعات او فرهنګ محترم وزارت، د کابل محترمې ښاروالۍ ، د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړي محترمې ادارې او د تربیت بدني محترم ریاست د مسؤلینو په ګډون په ښار جوړولو او ځمکو وزارت کې ترسره شوه.

په یاده ناسته کې بحث وشو چې څنګه کېدای شي د حضوري چمن ملکیت د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې څخه د تربیت بدني ریاست ته انتقال شي.

د ښاغلي مولوي حمد الله نعماني په مشرۍ دغه هیئت یادونه وکړه چې حضوري چمن د هېواد له تاریخي ځایونو څخه دی چې باید ساتنه او پالنه یې وشي او په لا وده کې یې فعال رول ولوبول شي.

مولوي حمد الله نعماني وویل، حضوري چمن د تاریخي مخینې له پلوه د هېواد په کچه یو با ارزښته او مهم ځای دی چې په وینا یې که سم مدیریت شي او پالنه یې وشي د یوې ښې ګټورې او عایداتي سرچینې په توګه ترې کار اخیستل کېدای شي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د حضوري چمن د ملکیت د انتقال په اړه زیاته کړه: ښه به دا وي چې یاد تاریخي ځای د تېر په څېر د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې په واک کې پاتې شي او د ګټې اخیستنې لپاره دې یوه جامع طرحه جوړه شي چې هم خپل تاریخي حیثیت وساتي او هم په یوې عایداتي سرچینې بدل شي.

د اوس لپاره پرېکړه پر دې وشوه چې یاد هیئت به د حضوري چمن په اړه یوه طرحه جوړه کړي چې د ټولو له هوکړې وروسته به د پلې کېدا وړ وګرځي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت