د حضوري چمن د ملکیت برخلیک او ترې د سالمې ګټې اخیستنې په موخه ناسته وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۱:۵۶
چمن حضوري

۱۴۴۶/۰۸/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ په دغه وزارت کې، د اطلاعات او فرهنګ محترم وزارت، د ملي المپیک محترم عمومي ریاست، د عملیاتي محترمې ادارې او د کابل محترمې ښاروالۍ په غړیتوب ناسته وشوه.

دغه ناسته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم د تطبیق او د محترمې کابینې د تصمیم پر اساس جوړه شوه چې، په کې د حضوري چمن د ملکیت برخلیک معلومولو او ترې د سالمې ګټې اخیستنې په پار د منظمې طرح پر جوړولو او پلي کولو بحث وشو.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني او ورسره د کمېټې غړو یې په ناسته کې، د ملي المپیک محترم عمومي ریاست له لوري جوړه شوې دري بُعدي (تري ډي) ویډیو وکتله، اسناد یې وکتل او دلایل او وړاندیزونه یې واورېدل.

یادونه وشوه چې، باید داسې طرحه جوړه شي چېو له مخې یې په حضوري چمن کې د تکړښت، تاریخي ارزښت، فرهنګي ارزښت، عایداتي ارزښت، عبادت او نورې ټولګټې چارې په پام کې ونیول شي.

د غونډې ګډونوالو هر یو خپل نظر وړاندې کړ او تصمیم ونیول شو چې، په دوهمه ناسته کې هغه چې په روانه اوونۍ کې به ترسره شي، د ملکیت او ترې د سالمې ګټې اخیستنې په پار منظمه او غني طرحه جوړه، دلایل او اسناد وړاندې او په ټوله کې د کمېټې وروستۍ خبره غوټه او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله مقام ته د وروستي تصمیم نیولو په موخه وړاندې کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مشرتابه هڅې کوي چې، د حضوري چمن په تړاو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله حکم له کوم ځنډ او خنډ پرته په سمه توګه تطبیق، ملکیت معلوم او ترې سالمه ګټه پورته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۲۶
Background image

د سرطاني ناروغانو د طبي کمپلکس د تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د سرطاني ناروغانو لپاره د طبي کمپلکس د جوړېدو په تړاو د تخنیکي کمېټې غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پرختیا په معینیت کې ترسره شوه.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۵۷
Background image

ډېر ژر به د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب ازموینې په موخه د لابراتوار د جوړولو چارې پیل شي

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري، د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب په موخه د معیاري ارزونې د یو عصري لابراتوار د جوړولو چارې به په لنډو ورځو کې پیل شي.

د یاد لابراتوار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د تورغونډۍ بندر د احاطوي دیوال له جوړولو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۹

د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د تورغونډۍ بندر د احاطوي دیوال د جوړولو له روانو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

یاده څارنه د یو ګډ هیئت له لوري ترسره شوه، چې پکې د ولایت د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت