د جوزجان مردیان ولسوالۍ د ارنجي کلینیک د ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۷
جوزجان

1448/2/1

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري د مردیان ولسوالۍ د ارنجي کلینیک د ودانۍ د جوړولو له روانو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي انجینرانو د یاد کلینیک د ودانیزو چارو بهیر وکوت او د پروژې د تطبیق وضعیت یې وارزاوه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د ودانۍ د سلب کانکریټ اچولو او قالب بندۍ چارې بشپړې شوې دي.

تخنیکي ټيم د پروژې مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې ټولې ساختماني چارې د منظور شوې نقشې، کاري حجمونو، تدارکاتي شرطپاڼې او انجنیري او معماري معیارونو له مخې په معیاري ډول ترسره کړي.

د کور او ښار جوړولو  وزارت اړوند مرکزي او ولایتي ټیمونه د ساختماني پروژو د کیفیت د تضمین او د معیاري تطبیق په موخه خپلو تخنیکي څارنو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۳:۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت: اسلامي شریعت، اخلاص او د خلکو خدمت د اداري چارو بنسټ دی

۱۴۴۸/۲/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ، د دغه وزارت اداري ناسته ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د دغه وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۷
Background image

د جوزجان مردیان ولسوالۍ د ارنجي کلینیک د ودانیزو چارو څارنه وشوه

1448/2/1

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري د مردیان ولسوالۍ د ارنجي کلینیک د ودانۍ د جوړولو له روانو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو ساحوي څارنو په لړ کې د کابل ښار د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت