د جوزجان فيض‌اباد ولسوالۍ اداري کمپلکس ورغول شو

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۴ - ۹:۲۲
جوزجان

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم ملي برنامې له لارې د جوزجان ولايت د فيض‌اباد ولسوالۍ اداري کمپلکس د جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې وسپاره.

دا ودانۍ په ۴۹۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړيز ډول چې ۱۷ کاري خونې، يو د غونډو تالار، يو پخلن‌ځای، ۹ تشنابونه او يو ګودام لري، د دولت له انکشافي بوديجې څخه په ۲۴ ميليونه افغانيو ورغول شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بېلابېلو ولايتونو په مرکزونو او ولسواليو کې تر اوسه ۱۲۹ اداري ودانۍ رغولي او هلته د موجودو کارکوونکو لپاره يې د کار مناسب او ارام چاپېريال زمينه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴
Background image

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

د یاد ښارګوټي په پخواني. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

په قلعه نجارا کې د ساختماني چارو د قانوني وضعیت ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د قلعه نجارا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۲۳
Background image

دمیدان وردګ په چک ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیمونو د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په دشت توپ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي د جوړولو په موخه د ۱۳۰۰ جریبه ځمکې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت