د جمهوریت روغتون له رغنیزو چارو لیدنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۹:۱۹
معینیت مسکن

۱۴۴۶/۱/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معین محترم الحاج محمد اسماعیل فایز د دې معینیت د یو شمیر محترمو رئیسانو او نورو اړوندو کارکونکو سره یو ځای د جمهوریت روغتون له رغنیزو چارو لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې محترم الحاج محمد اسماعیل فایز د جموریت روغتون د ناروغانو د بستر خونو، عملیات خونې، د پایوازانو له خونې، دهلیزونو، د موټرو د تمځای او نورو برخو له رغنیزو چارو لیدنه وکړه.

ښاغلي معین وویل، روغتونونه یو د اساسي اړتیاو څخه وي چې جوړښت ته یې باید جدي پاملرنه وشي تر څو په طبي لحاظ د خلکو ستونزو ته سمه رسیدنه وشي، نوموړي له قرادادي شرکت له مسؤلینو وغوښتل تر څو د دې روغتون چارې د شرطپاڼې مطابق په ټاکلي وخت سرته و رسوي.

د یادولو ده چې د جمهوریت روغتون رغنیزې چارې شاوخوا ۳۰ سلنه مخته تللي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت