د جمهوریت روغتون د لا معیاري کېدو په تړاو له یوې ترکي کمپنۍ سره خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۳:۳۷
mudh

۱۴۴۶/۴/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د یوې ترکي کمپنۍ له مسؤلینو سره وکتل.

په دغه کتنه کې د یاد وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز او د وزارت نورو اړوندو رئیسانو او مسؤلینو هم شتون درلود، چې په کې د جمهوریت روغتون پر لا معیاري کېدو، نېمګړتیاو په نښه کولو او د حل لارو پر موندلو خبرې وشوې.

الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، موخه دا ده، چې څنګه کېدای شي د جمهوریت روغتون په اساسي او معیاري شکل و رغول شي او د نورو ټولو برخو ترڅنګ یې د اکسیجن، راډیولوژي او راډیو تراپي څانګې په نړیوالو معیارونو برابرې شي.

د ترکي کمپنۍ مسؤلینو وویل، د روغتونونو معیاري کېدو برخه کې کافي تجربې لري او زیاته یې کړه، چې که ورته د کار کولو زمینه برابره شي، د جمهوریت روغتون ټولې چارې او څانګې به معیاري کړي.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني، د ترکي کمپنۍ مسؤلینو ته ځینې نقشې او پلانونه ورپه ګوته کړل چې دوی په کې نیمګړتیاوې د حل لارو سره په ګوته کړي او بیا دې یې د وزارت له مقام سره شریک کړي.

د یادو اسنادو تر کتنې، ارزونې او حل لارو شریکولو وروسته به بشپړ راپور د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام له اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي سره شریک او د راتلونکو اقداماتو لپاره به تابیا ونیول شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې په هېواد کې د ټولو خدماتي چارو څانګې او خدمات معیاري شي، نورو هېوادونو ته د ناروغانو له تګ او زیات لګښت مخنیوی وشي او ټولې چارې په کور دننه ترسره شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳۶
Background image

د فاریاب ولایت د ملي راډیو تلویزیون د اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۸

فاریاب کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ملي راډیو ټلوېزیون د اداري امریت د نوې ودانۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

د قول هزاره ښارګوټي چارې وځنډول شوې

۱۴۴۶/۱۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې په کابل کې د قول هزاره استوګنیز ښارګوټي له وضعیت څارنه او ارزونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۱۷
Background image

د غزني ولایت آب بند ولسوالۍ کې د مسجد ودانیزې چارې د تخنیکي څارنې لاندې دي

۱۴۴۶/۱۲/۸

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ودانیزو چارو انجنیر ښاغلي نجیب‌الله نجیب له لوري، د آب بند ولسوالۍ اړوند د جوړېدونکي مسجد. . .

BACK TO NEWS