د جلال اباد ښار د حلقوي سړک پر مسیر د ځمکو د استملاک لړۍ پیل شوه
1444/06/29
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ځمکو د استملاک له هیئت سره په ګډه د جلال اباد ښار د حلقوي سړک پر مسیر د ځمکو او کورونو د استملاک لړۍ پیل کړه.
د جلال اباد ښار حلقوي سړک د 40 مترو په پلنوالي سره په ماسټر پلان کې ترتیب شوی دی. هغه کورونه او ځمکې چې د دې سړک په مسیر کې واقع دي د تعداد او قېمت له مخې براورد کیږي چې یاده چاره 30 سلنه تر سره شوې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه په ښاري ماسټر پلانونو کې حلقوي سړکونه په نظر کې نیسي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.