د ترسره شوو او تر کار لاندې پروژو په تړاو خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۱۵
معینیت مسکن

 

۱۴۴۷/۰۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت، د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا معینیت اړوند ریاستونو د ترسره شوو او تر کار لاندې پروژو په تړاو ناسته وکړه.

دغه ناسته چې د یاد معینیت محترم چارسمبالي انجنیر عبدالحمید ارین په مشرۍ ترسره شوه، په کې د بېلا بېلو ریاستونو رئیسانو او استازو برخه اخیستې وه.

په ناسته کې، ښاغلي انجنیر عبدالحمید ارین، د چارو د باکیفیته او پر وخت ترسره کېدو باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د وزارت په رهبرۍ کې د وروستي بدلون په پام کې نیولو سره، اړینه ده چې د فعالیتونو، لاسته راوړنو او وړاندیزونو یو جامع راپور چمتو او د وزارت له محترم مقام سره شریک شي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې ټول ریاستونه اړ دي، چې ژر تر ژره خپلې لاسته راوړنې، روانې پروژې او اوسني پروګرامونه راټول او په یوه واحد او منسجم ډول یې ترتیب کړي.

په ناسته کې، راغلو رئیسانو او امرینو په نوبت سره د خپلو لاسته راوړنو او کاري پروژو په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې د یو جامع راپور د چمتو کولو او یو ځای کولو په برخه کې به لازمه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

په کونړ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خاص کونړ ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال وکتل شول چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۴۱
Background image

په هرات کې د شینډنډ ښاروالۍ د کانال له کارونو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د شینډنډ ولسوالۍ د ښاروالۍ ودانۍ اړوند د دوه ‌طرفه کانال د جوړولو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د معلوماتو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۳:۴۴
Background image

د فراه ښار د شپږمې او اوومې ناحې اړوند له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۷

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ۶ مې او ۷ مې ناحیو د هغو ساحو له روانو ساختماني فعالیتونو څخه څارنه وکړه چې کارونه پکې  روان ول.

په څارنه کې وکتل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت