د بېلابېلو ساختماني پروژو له لابراتواري او ساختماني چارو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۴/۲۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار په بېلابېلو ساختماني پروژو کې د روانو لابراتواري او ساختماني چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال د الشفاء روغتون د ترمیماتي او بیارغونې پروژې اړوند د ساختماني موادو او لابراتواري ازموینو وضعیت وکتل شو، چې د کانکریټ د مقاومت ازموینې پایله د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو له مخې د قناعت وړ وبلل شوه.
د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو، د لوی نظارت او فرمانونو د تعقیب د درېیو الحاقیه بلاکونو، د لابراتوار د نوي تعمیر، د قطر د استوګنیزو بلاکونو او د تهیه مسکن د ۱۲ منزله بلاکونو د پروژو له چارو هم څارنه ترسره شوه. په یادو پروژو کې د کانکریټ اچونې، کیورنګ، د پليلارو د بنسټ برابرولو، رنګمالۍ، پلستر، د ډبرو نصب او نورو ساختماني چارو وضعیت و ارزول شو.
د څارنې پر مهال قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه وشوه، چې پاتې ساختماني چارې د منظور شوو نقشو، تخنیکي مشخصاتو او د څارونکو انجنیرانو تر نظر لاندې ترسره کړي او د کار کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.
د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیمونه د ساختماني پروژو د کیفیت د کنټرول او د چارو د معیاري پلي کېدو د ډاډ ترلاسه کولو په موخه خپلو تخنیکي څارنو ته دوام ورکوي.
