د بغلان ولسوالیو پراختیایي اړتیاوې و ارزول شوې
۱۴۴۵/۰۸/۰۳
بغلان کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي محمد داؤد نقشبندي وایي، د ریاست اړوند انجنیرانو یې د نورو همکارو ادارو په همکارۍ، بغلان ولایت کې د ولسوالیو پراختیایي اړتیاوو سروې ترسره او بشپړه کړه.
ښاغلی نقشبندي وایي، یاده سروې یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ ترسره کړه، چې په کې د ولسوالیو په داخل کې د مسجدونو جوړول، د اداري تعمیرونو جوړول، د ساتونکو خونې، حفاظتي برجونه، او نورې ټولې د بیارغونې او د ولسوالیو او امنیې قوماندانیو د تعمیرونو د ترمیم تخنیکي سروې
شاملې وې.
نوموړي زیاتوي، تخنیکي نقشې او لومړني براوردونه د بغلان د کور او ښار جوړولو ریاست د انجنیرانو له لوري ترتیب شوي دي او د تدارکاتي پړاونو بشپړولو په موخه یې اړوندو ادارو ته تسلم کړې دي