د بغلان ولايت د ښار جوړولو او ځمکو رياست ودانۍ د رغولو چارې بشپړې شوې
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بغلان ولايت د ښار جوړولو او ځمکو رياست ودانۍ تر جوړولو وروسته ګټې اخېستنې ته وسپارله.
دا ودانۍ په ۲۲۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول جوړه شوې چې ۱۲ کاري خونې لري. ياده ودانۍ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي وجې څخه په ۱۵ ميليونه افغانيو رغول شوې ده.