د بغلان ولايت د خوست ولسوالۍ اداري کمپلکس ورغول شو

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم برنامې له لارې د بغلان ولايت د خوست ولسوالۍ اداري ودانۍ ورغوله او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.
دا ودانۍ په ۴۹۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د دولت له انکشافي بوديجې څخه په ۱۸ ميلیونه ۷۹۹ زره افغانيو ورغول شوه.
د سيمهييزو ارګانونو خپلواکې ادارې اړوند دا پروژه چې ساختماني چارې يې د لسو کالو په موده کې بشپړې شوې، ورسره به د يادې ولسوالۍ ټولو دولتي کارکوونکو ته د کار کولو مناسب او ارام چاپېريال برابر شي.