د بدخشان پوهنتون د کتابتون ودانۍ رغنیزې چارې له ۶۰ سلنې ډېر بشپړ شوې
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د فیض اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د بدخشان پوهنتون د کتابتون ودانۍ ۶۸ سلنې رغنیزې چارې بشپړې کړي او ډېر ژر به یې ګټې اخیستنې ته وسپاري.
دا درې پوړیزه کتابتون په ۶۴۵ متر مربع ځمکه کې د لوړو زده کړو وزارت د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي. د دې کتابتون له جوړېدو سره به محصلینو او استادانو ته د مطالعي مناسبه فضا زمینه برابره شي.