د بدخشان ولایت د قرغ دښتې د شنې سیمې له پروژې څارنه وشوه
۱۴۴۵/۱۰/۳۰
د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د پروژو له چارو څارنه کوي ترڅو یې چارې په مسلکي او انجنیري معیارونو برابرې تر سره شي.
د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله الهي وايي، د دې ریاست تخنیکي ټيم د بدخشان ولایت د قرغ دښتې د شنې سیمې له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
ښاغلي الهي وویل، یاده پروژه د بدخشان ولایت د محترمې ښآروالۍ اړوند ده چې د پروژې له ودانیزو چارو څارنه په دې ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د انحنیزانو لخوا تر سره کیږي.
نوموړي زیاته کړه، د دې پروژې له سنګکارۍ، کانکریټ اچونې او د نورو چارو دقیقه څارنه تر سره شوه او قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې.