د بدخشان ولایت د فیض اباد ښار د اوومې ناحیې د بازار د شنې سیمې خط اچونه تر سره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۲:۷
picture

۱۴۴۵/۱۰/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سړکونو او ساختماني پروژو له چارو څارنه کوي تر څو د پروژو چارې په لوړ کیفیت تر سره شي.

د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله الهي وايي، د دې ریاست تخنیکي ټيم د فیض اباد ښار د اوومې ناحیې د بازار د شنې سیمې لپاره خط اچونه کړې ده.

د ښاغلي الهي په وینا، په پام کې ده چې یاده شنه سیمه د فیض اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند د قرغ په دښته کې جوړه شي.

نوموړي زیاته کړه، د ساحې د پاکوالي او خط اچونې کارونه سر ته رسیدلي، د اړتیا وړ توکي، د ځمکې شکونه، سنګکاري او د ساحې د شینوالي چارې تر کار لاندې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ښاري پلان کې  شنې سیمې په نظر کې نیولي دي، هلته د د تفریحي پارکونو، د سالمي چاپیریال ساتنې لپاره له سیمې په اساسي ډول څارنه کوي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 5 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۹:۵۷
Background image

غزني ولایت کې د دوه مسجدونو او یوې بلې پروژې له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۴/۲۲

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت د مستوفیت ریاست کې د یو محراب مسجد شریف له چارو څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۳:۵۰
Background image

غزني ولایت کې د سلطان محمد غزنوي زیارت له ترمیماتي چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۴/۲۱

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په مرکز د روضه په ساحه کې د سلطان محمود غزنوي صاحب د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۱:۲۶
Background image

د سانچارک ولسوالۍ د اوقاف کلان کلي د استنادي دېوال له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۴/۲۱

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نور نوراني وایي، د ریاست اړوند تخینکي ټیم یې د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د اوقاف کلان کلي د استنادي دېوال. . .

BACK TO NEWS