د بامیان ولایت د نوي ښار په ستراتېژیک پلان کار روان دی
۱۴۴۳/۱۰/۱۸
د بامیان ولایت د نوي ښار په ستراتېژیک پلان کار روان دی چې د یاد ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست پلان لري چې په روان کال کې دغه پلان بشپړ عملي کړي.
دغه راز به د ستراتېژيک پلان مطابق د بامیان د نوي ښار تفصیلي پلان هم ترتیب شي.
د بامیان ولایت د نوي ښار پلان په دې موخه ترتیب شو چې په دغه ولایت کې د نفوسو ګڼه ګوڼه کمه شي او درنو هېوادوالو ته ښاري اسانتیاوې رامنځته شي.
دغه پلان د منل شوو ښاري معیارونو مطابق په پام کې نیول شوی او د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم ترتیب شوی دی.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د ډیری ښارونو ستراتېژیک پلانونه جوړ کړي او ډیری نور تر کار لاندې دي چې په نږدې راتلونکي کې به یې ګټې اخیستنې وسپاري.