د بامیان ولایتي شورا اداري ودانۍ رغنیزې چارې له ۸۵ سلنه واوښتې

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۳ - ۷:۵۲
بامیان

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې د بامیان ولایتي شورا اداري ودانۍ رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې کړې او په نېږدې راتلونکې کې به یې ګټې اخیستنې ته وسپاري.

دا دوه پوړیزه اداري ودانۍ په ۳۳۰ متر مربع ځمکه کې چې ۸ کاري دفترونه، ۱ پخلنځی، ۱ کنفرانس خونه، ۱ د معلوماتو خونه او ۹ معیاري تشنابونه لري د ۱۴ میلیونه او ۹۸۴ زره افغانیو په ارزښت جوړوي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې د ټولګټو پروژو په عملي کولو د هېواد په کچه سیمه اییزه حکومتولي پیاوړې کړې او همداراز خلکو ته د اساسي خدماتو وړاندې کولو کچه لوړوي.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۴:۴۳
Background image

کابل کې د خاکجبار ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د خط اچونې عملي چارې پیل شوې، چې موخه یې راستنېدونکو او زیانمنو شویو مهاجرو کورنیو ته د مناسب استوګنځای برابرول او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د کندهار د جامعه عمر پراختیایي پروژې چارې په چټک او منظم ډول روانې دي

۱۴۴۷/۱۲/۸

کندهار کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم په دغه ولایت کې د جامعه عمر پراختیایي پروژې د روانو چارو په تړاو ډاډ څرګند کړ.

جامعه عمر پراختیایي پروژه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند د خواجه رواش او شیخ زاهد ښارګوټو له ساحو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت