د اوبو او برېښنا د سپما په تړاو د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

۱۴۴۶/۶/۲۸
د کور او ښار جوړولو وزارت کارکوونکو ته د اوبو او برښنا د سپما په تړاو عامه پوهاوی ورکړل شو.
د کور او ښار جوړولو وزارت د غونډو په تالار کې د دې وزارت کارکوونکو ته د اوبو او برېښنا محترم وزارت د مسؤلو کار کوونکو له لوري د اوبو او انرژۍ د سپما په تړاو عامه پوهاوی ورکړل شو.
د غونډې په پیل کې، د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالولي ارکاني وویل، د اوبو او برېښنا سپما زموږ ایماني او وجداني دنده ده، تر څو په دې برخه کې اصراف ونکړل شي او راتلونکي نسلونه مو له ستونزو سره مخامخ نه شي.
دغه راز، په غونډه کې د اوبو او انرژۍ محترم وزارت انجنیرانو د کور او ښار جوړولو وزارت کار کوونکو ته معلواتي پرزنټېشن وړاندې کړ، چې د اوبو او برېښنا د سپما په تړاو په هر اړخیزو معلوماتو ورټول و.
د کور او ښار جوړولو وزارت کارکوونکي ژمن دي چې د خپل ایماني او جداني مسؤلیت له مخې د اوبو او انرژۍ د سپما برخه کې عملي اقدامات وکړي.
د غونډې په پای کې د کور او ښار جوړولو وزارت کارکوونکو یاد معلومات ګټور وبلل او زیاته یې کړه، د انجنیرانو له لوري ورکړل شوي معلومات به ان له خپلو کورنیو سره شریک کړي، تر څو په یاده برخه کې سپما وکړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په ټوله کې هڅې پیل کړي چې په هره برخه کې له اصراف ډډه وکړي او خپل مسؤلیت په سمه توګه اداء کړي.