د الشفاء روغتون د ودانیزې پروژې د دویمې برخې د چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۲/۲۶
د کور او ښار جوړولو وزارت، د ساختماني او زیربنایي پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند تخنیکي ټیم، د دوامدارې تخنیکي څارنې په لړ کې د کابل ښار د صدارت څلورلارې په سیمه کې د الشفاء روغتون د بیارغونې پروژې د دویمې برخې له روانو ودانیزو چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د تخنیکي څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه د شپې له خوا د پروژې د تصفیهخانې د تهدابونو د کانکریټ اچونې چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې. همدارنګه، د کانکریټ د کیفیت د ارزونې او اړینو لابراتواري ازموینو په موخه د نمونو اخیستل هم ترسره شول.
په همدې لړ کې، د قراردادي شرکت ساحوي مسؤلینو ته د قرارداد د تخنیکي اسنادو، ملي او نړیوالو معیارونو او د کاري خوندیتوب د اصولو په پام کې نیولو سره لازمې تخنیکي لارښوونې او سپارښتنې وړاندې شوې، ترڅو د پروژې چارې د ټاکل شویو کیفیتي معیارونو له مخې پرمخ ولاړې شي.
د پروژې ټولې چارې په دوامداره توګه تر تخنیکي څارنې لاندې دي او هڅه کېږي، چې د منظور شوي تخنیکي پلان، ملي او نړیوالو معیارونو او کیفیتي اصولو په رعایت سره پروژه په ټاکلي وخت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د الشفاء روغتون د بیارغونې پروژه د کابل ښار له مهمو روغتیايي زیربنایي پروژو څخه ده، چې په بشپړېدو سره به د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ظرفیت لوړ، د درملنې اسانتیاوې پراخې او د ناروغانو لپاره به مناسب او معیاري روغتیايي چاپېریال برابر شي.
