د ارزګان ولایت له ټولو ناحیو لیدنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۴:۱۴
ارزګان

۱۴۴۶/۰۶/۱۳

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، ارزګان ولایت کې یې د ریاست اړوند ټیم د ښار له ټولو ناحیو لیدنه او څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، د ښار په ځینو برخو کې خلکو په خپلسرې توګه استوګنیزې ساحې په سوداګریزو ساحو تبدیل کړې وې.

نوموړی وایي، تخنیکي ټیم یې د یادو برخو چارې وځنډولې او خلکو ته یې سوداګریزې، استوګنیزې او شنې ساحې په نښه او پرې د عمل کولو لارښوونې وکړې.

دوی وایي، خلکو ډاډ ورکړ چې نور به په خپل سر ښاري چارې مخکې نه وړي او د پلان مطابق به اقداماتو ته چمتوالی ونیسي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د ښاري قوانینو د تطبیق لپاره منظم څار دوام لري او په تړاو یې د عامه پوهاوي لپاره کار کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۲
Background image

د کابل ښار څلورمې ناحیې په تایمني تعدیلي پروژه کې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو ته د مخنیوي لوی ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۰
Background image

د کابل – بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو  چارو له روان بهیر تخنیکي څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۵۱
Background image

د امارتي مطبعې، صکوکو او ضرابخانې د محوطې د توپوګرافي سروی بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروی او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کابل ولایت په مرکز کې د امارتي مطبعې، صکوکو او ضرابخانې د محوطې د ۸ جریبه ځمکې د توپوګرافي سروی چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت