د ارزاقو امارتي شرکت د عمومي مدیریت د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۴۴
ارزاق

۱۴۴۷/۱۱/۰۳

د  سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د ارزاقو امارتي شرکت د عمومي مدیریت د اداري ودانۍ د جوړولو له روانو چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې د ودانۍ د دېوالونو د خشتکارۍ چارې بشپړې شوې  دي او د ستنو د سیخ‌ تړلو چارې هم تر ډېره حده بشپړې شوې دي. تخنیکي ټیم د کار کیفیت له نږدې وڅاره او د پروژې د لا ښه پرمختګ لپاره یې قراردادي شرکت ته لازمې تخنیکي لارښوونې وکړې.

د تخنیکي سپارښتنو له مخې، ټینګار وشو چې د دېوالونو د خشتکارۍ پر مهال دې د اوبو ورکولو پروسې ته ځانګړې پاملرنه وشي، د ستنو د ګژدمکونو ترمنځ واټن دې د منظور شوې نقشې سره سم برابر وساتل شي، او د ستنو د قالب تړلو په وخت کې دې قالبونه په سمه توګه تراز او شاول کړل شي.

د ودانیزو پروژو دوامداره تخنیکي څارنه د کار د کیفیت د لوړولو، د تخنیکي معیارونو د رعایت او د پروژو د معیاري تطبیق د تأمین لپاره مهمه بلل کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان په شمه کټ سیمه کې د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمه کټ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت