د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره په لغمان کې د شته ښارګوټي د وضعیت ارزونه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۱:۴۸
لغمان

۱۴۴۶/۰۷/۰۵

لغمان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تېلوي وایي، د اجباري راستېدونکو کډوالو لپاره د ځمکې د وېش ولایتي کمېټې د یادې موضوع په تړاو خپله څلورمه ناسته وکړه.

ښاغلی مولوي تېلوي وایي، دغه ناسته په لغمان کې د کور او ښار جوړولو ریاست په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د راستنېدونکو کډوالو د چارو محترم رئیس مولوي غلام الرحمن بلال، د اوبو او انرژۍ محترم ریاست استازي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کدسترمحترم مدیر انجنیر احمدالله، د مهترلام ښار محترم ښاروال مولوي رحمت الله شهامت او د چاپېریال ساتنې محترم رئیس حاجي احمدشاه ابراهیمي ګډون درلود.

نوموړی وایي په ناسته کې، د بابا صاحب مهاجرینو د ښارګوټي په تفصیلي پلان کې د هغو نمرو د په نښه کولو باندې خبرې وشوې چې د مهاجرینو چارو د ریاست لخوا یې پخوا توزیع شوې ده.

هغه وایي، د راستنېدونکو کډوالو د چارو رئیس د ناستې ګډون والو ته د توزیع شوو او له توزیع د پاتې نمرو په اړه معلومات ورکړل.

دغه معلومات به د وروستیو کړنو په پار د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مقام سره شریک شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د خپلو ولایتي کمېټې په همکارۍ هڅې ګړندۍ کړي چې د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره په کور دننه د مناسبې سرپناه جوړولو لپاره استوګنیز ښارګوټي، سروې، پلان جوړ، نمره او د لیست له مخې ووېشي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د کابل په نوي ښار کې دروغتون د جوړولو په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

۱۴۴۷/۰۳/۲۰

د ریاست الوزرا د عالي مقام د حکم د تطبیق په موخه، چې د کابل په نوي ښار کې د سرطاني ناروغانو د روغتون د جوړولو د کمیټې د مشرتابه مسئولیت یې د کور او ښار جوړولو وزارت ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۲۴
Background image

د کونړ ولایت ستراتېژیک پلان د  منظورۍ اخیستلو لپاره وړاندې شو

۱۴۴۷/۰۳/۲۰

د کونړ ولایت لپاره جوړ شوی ماسټر پلان د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني ته، د منظورۍ اخیستلو په موخه وړاندې او تشریح شو.

د ملي جامع پلان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۱:۳۵
Background image

د لوګر ولایت لپاره ترتیب شوی ماسټر پلان د تائید اخیستلو لپاره وړاندې شو

۱۴۴۷/۰۳/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني حضور ته، د لوګر ولایت لپاره ترتیب شوی ماسټر پلان وړاندې شو.

دغه ماسټر پلان، د  دغه وزارت د ملي جامع. . .

BACK TO NEWS