د ا.ا.ا ټولو افغانانو ته په یو ډول امتیاز قایل دی او د ولس د هر اړخیزې هوساینې لپاره کار کوي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱ - ۱۲:۵۴
انځور

۱۴۴۴/۱۲/۰۳

د دعوت او ارشاد عمومي ريس محترم شیخ الحدیث والقران مولوي صاحب محمد هاشم، په کور او ښار جوړولو وزارت کې د ماسپښين له لمانځه وروسته د دې وزارت کارکونکو ته په اسلامي عقیدتي برخه کې ارزښتناکه وینا وکړه.

ښاغلي شیخ الحدیث مولوي صاحب محمد هاشم وویل، اسلام یو روښانه دین دی، چې د ټول بشریت لپاره په دنیوي او اخروي چارو کې لارښود دی.

نوموړي، د نورو دیني مسایلو ترڅنګ زیاته کړه، د ا.ا.ا موخه دا ده، چې د دنیوي لاسته راوړنو، پرمختګونو او نوښتونو ترڅنګ د خپل ولس د هر اړخیزې بریا او د اسلامي ارشاداتو او احکامو د پلي کېدا لپاره کار وکړي.

دغه راز هغه وویل، ا.ا، ژبې، سمت، مذهب او قومیت ته نه ګوري، بلکې کار اهل کارته سپاري هغوی ته چې اسلام، افغانستان او افغانانو ته ژمن وي.

نوموړي زیاته کړه، هر انسان ته لازمه ده چې د دنیوي کسب زده کړې ترڅنګ د هغه کسب اړوند شرعي احکامات او شرایط هم زده کړي او د مسلمانانو د خیر ښېګڼې لپاره یې استعمال کړي.

نوموړي، د خپلو خبرو په دوام وویل، یو شمېر کورني او بیروني دسیسه ګر او فتنه ګر شته چې غواړي د افغانانو تر منځ په بېلا بېلو نومونو تفرقې او دښمني را منځته کړي، چې په خبره یې د کور او ښار جوړولو وزارت او نور افغانان دې د دښمنانو د شمو اهدافو ښکار نه ګرځي او د یو واحد ملت په توګه دې د هېواد د ابادۍ لپاره مټې را ونغاړي.

د خبرو په پای کې محترم شیخ الحدیث محمد هاشم د کور او ښار جوړولو وزارت کارکونکو ته توصیه وکړه، چې خپل صورت او سیرت په اسلام برابر کړي، لمنځونه په جماعت اداء کړي، د لمانځه په مهال خولۍ یا پکړۍ پر سر کړي، ږیره چې یو پیغمبري سنت دی پریږدي او ښځینه کارکونکې دې اسلامي حجاب مراعت کړي.

هغه وویل، په هر وزارت کې چې د ارشاد او دعوت ریاست رامنځته شوی، موخه یې دا ده چې په اسلامي او عقیدتي برخه کې د کار کوونکو او خلکو دیني پوهاوی زیات شي او په بشپړه توګه عملي شي.

ښاغلي شیخ الحدیث مولوي محمد هاشم، د کور او ښار جوړولو وزارت د ارشاد او دعوت له ریاست هم ځانګړې مننه وکړه، چې خپل مسؤلیت یې په سمه توګه اداء کړی او د دې وزارت کارکوونکو ته یې په کافي اندازه دیني لارښوونې کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د دغې پرتمینې ناستې ترتیب د کور او ښار جوړولو وزارت د ارشاد او دعوت محترم رئیس مفتي صاحب عبدالاحد حقاني له خوا شوی و.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت