دوو ادارو ته د ۱۴ جریبه دولتي ځمکې د ګټې اخیستنې حق ولېږدول شو
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د نیمروز ولایت په زرنج ولسوالۍ کې د ۲ جریبه دولتي ځمکې د ګټې اخیستنې حق د احصایې ملي ادارې ته د احصایې د ودانې د رغولو په موخه او د ۱۲.۶ جریبه دولتي ځمکې د ګټې اخیستې حق د لوګر ولایت په پل علم ولسوالۍ کې د ورزشي سټیډیوم رغولو په موخه، فوټبال فدراسیون ته ولېږدوه.
دا وزارت له دولتي ځمکو څخه د مناسبي ګټې اخیستنې لپاره، د دې ځمکو د استفادې حق د ټولګټو پروژو رغولو په موخه دولتي ادارو ته لېږدوي.