دایکنډي کې د دولتي ځمکو سروې او ثبت لړۍ له ۹۱ زره جریبو واوښته
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکې بانک له لارې په دایکنډي ولایت کې په ۲۴۲ قطعو کې ۹۱۹۸۷ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې سروې او ثبت کړې دي.
د دې اندازې ځمکې له ډلې په ۱۸۵ قطعو کې ۹۰۱۷۹ جریبه سپینه دولتي ځمکه او په ۵۷ قطعو کې ۱۸۰۸ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې په ۶۰۹۲ قطعو کې ۵ ميلیونه ۳۹۲ زره ۷۹۴ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.