دایکندي کې د دولتي ځمکو د ثبت شمېر ۱۰۵۸۶۳ جریبو ته ورسېد
ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې په دایکندي ولایت کې ۱۰۵۸۶۳ جریبه دولتي ځمکه او د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه، ۱۰۴۰۵۵جریبه سپینه دولتي او پاتې ۱۸۰۸ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه مکلیتونه دي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه په هېواد کې ۶ میلیونه جریبه دولتي ځمکه ثبت کړې او ژمن دی چې د دولتي ځمکو ثبت سره به؛ د ټولګټو پروژو تطبیق او عملي کولو ته زمینه مساعده کړي.
###