دايکنډي ولايت کې ۶۹ جريبه ځمکه استرداد شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۹/۲۳ - ۱۰:۴
دايکنډي

 د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د استرداد په لړ کې دا ځل د دايکنډي ولايت په مرکز نيلي ښار کې يو جريب ځمکه له غاصبينو خلاصه کړه چې له دې سره په دايکنډي ولايت کې په ټوليز ډول ۶۹ جريبه ځمکه استرداد شوه.

یاده يو جريب ځمکه له څو کلونو راهېسې د نيلي ښار په جرف حومه سيمه کې د غاصبينو تر شخصي استفادې لاندې وه، خو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيار تر استرداد وروسته ترې د موثرې او معقولې استفادې لپاره زمينه برابره شوه

 ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پام کې لري چې د ۲۰۲۰ ميلادي کال تر پايه د کابل، مزار شريف، هرات، کندهار، جلال‌اباد، فراه، باميان او نيلي ښارونو غیر رسمي سیمو کې جوړو شويو ۵۰۰ کورونو ته د ملکيت سندونه وويشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۳:۵۲
Background image

د کابل ښار د ۴۰ متره سړک له ودانیزې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د دوامدارو ساحوي څارنو په لړ کې د کابل ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۴۶
Background image

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې له شنو ساحو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي او نظارتي ټیم د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۲۹
Background image

د قطر استوګنیز ښارګوټي له پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست رئیس او تخنیکي ټیم د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د قطر استوګنیز. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت