خوست کې څه باندې ۱۴۱ زره جریبه څړځایونه سروې شول

Nasiri_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۹:۵۵
خوست

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت په لړ کې د خوست ولایت په مربوطاتو کې په 57 قطعو کې 141 زره او 168 جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړي دي.

یاد وزارت د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت له پیل څخه تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۵ میلیونه او ۵۲۲ زره او ۴۱۱ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړي دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د څړ ځایونو سروې، نښه کولو او ثبت سره د څړځایونو څخه معقولې او ګټورې استفادې او همدرازا د مالدارۍ ودې، اقتصادي ځان بسیاینې او خلکو ته د کاري زمینې برابرولو په موخه سروې او د دولتي او عامه ځمکو بانک کې یې ثبتوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت