جوزجان ولایت کې د دشتې لیلې د شهیدانو د مقبرې د احاطوي دېوال له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۷/۲۷
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وايي، د ریاست انجنیرانو یې د دشتې لیلې د شهیدانو د مقبرې د احاطوي دېوال د سنګ کارۍ له چارو څارنه وکړه.
د یادې مقبرې په ختیځ لوري کې د احاطوي دېوال د سنګکارۍ چارې چې دوام لري، د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري یې چارې د کیفیت خوندیتوب په موخه وڅېړل شوې.د جوزجان ولایت د کو او ښارجوړولو ریاست، قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وکړې تر څو ټولې چارې د شرطپاڼې او نقشې مطابق ترسره کړي.