تخار کې څه باندې ۲۴۲ زره جریبه څړځایونه سروې شول
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت په لړ کې د تخار ولایت اړوند سیمو په ۳۴ قطعو کې ۲۴۲ زره او ۹۹۶ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړي دي.
یاد وزارت د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت له پیل څخه تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۵ مېلیونه او ۵۲۲ زره او ۴۱۱ جریبه څړځایونه سروې او ثبت کړي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د افغانانو ملي شتمنۍ په توګه د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت پروژې په پلي کېدو سره، په هېواد کې د مالدارانو ځان بسیاینې او اقتصادي ودې تر څنګ کارموندنې ته زمینه برابره کړې ده.