تخار ولایت کې درې ساحې د بېلا بېلو موخو په پار سروې شوې
۱۴۴۶/۰۶/۱۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای، ایس ریاست محترم رئیس انجنیر قاري محمد یوسف لطیف وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د تخار ولایت مرکز تالقان کې (242.17) هکتاره ځمکه توپوګرافي سروې کړه.
ښاغلی انجنیر لطیف وایي، یاد ټیم یې د همدغه ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې (197.17) جریبه ځمکه توپوګرافي سروې کړه.
نوموړی وایي، د تخار ولایت په ورسج ولسوالۍ کې یې هم (10.6) جریبه ځمکه توپوګرافي سروې کړه.
له دغه سروې ګانو اساسي موخه دا ده چې د تالقان ښار تفصیلي پلان بیا کتنه وشي او د ورسج او چاه اب ولسوالیو د تفصیلي پلانونو لپاهر د تطبیق زمینه برابره شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست کار کوونکي په ټولو ولایتونو کې د اړوندو ځمکو په سروې اخته دي او دوام لري.
